Logo

د افغانستان اسلامي امارت

د افغانستان علومو اکاډمي

د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د اړتیا وړ کمپیوټرونو د تدارکاتي پروژې د ګټونکي اعلان
داوطلبي

د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د اړتیا وړ کمپیوټرونو د تدارکاتي پروژې د ګټونکي اعلان

📅 ۱۸ وږی ۱۴۰۵⏰ ۳۰ وږی ۱۴۰۵

د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د اړتیا وړ کمپیوټرونو د تدارکاتي پروژې د ګټونکي اعلان

په دې وسیله، د تدارکاتو قانون د درې څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې له حکم سره سم، عامو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د علومو اکاډمۍ د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د دې ادارې د اړتیا وړ کمپیوټرونو د تهیه او تدارک پروژه، چې د تشخیص شمېرې ASA/1405/NCB/G-2103 لرونکې ده، د ۱،۵۱۲،۰۰۰ (یو میلیون، پنځه سوه او دولس زره) افغانیو په مجموعي قیمت، د افغان همکار لوژستیکي خدماتو شرکت، چې د جواز شمېره یې (40619) ده، سره قرارداد کوي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، په لیکلي ډول، له خپلو دلایلو سره یوځای، د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له احکامو سره سم، د علومو اکاډمۍ مقام ته، چې په کابل ښار، شهر نو، د شهر نو د تېلو پمپ مقابل، د شاه بوبوجان جومات کوڅه کې موقعیت لري، وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او تر هغه چې پورته ټاکل شوې موده بشپړه او ورپسې قانوني مراحل طی نه شي، قرارداد به منعقد نه شي.