د ژبو ډلبندي او ډولبندي ته کتنه
📅 ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵
نن څلورنۍ/ چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د وري/ حمل ۲۶مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز، د لرغونو ژبو او ادبیاتو انسټیټوټ علمي غړي څېړنوال رحیم الله حریفال د بشري علومو په معاونیت کې (د ژبو ډلبندي او ډولبندي ته کتنه) تر سرلیک لاندې د څېړونکو او علماو په حضور کې علمي څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
په کنفرانس کې د ژبو د ډلبندۍ په اړه تفصیلي معلومات وړاندې شول، په ځانګړې توګه پر ډولبندي ډېر بحث وشو او وویل شول چې د ژبو په ډولبندۍ کې د ژبو له ذاتي خپلولۍ او اړیکو پرته ژبې پرتله کېږي او بیا د ورته ځانګړتیاو له مخې په ډلو وېشل کېږي. چې دا چاره له موږ سره د ژبو په پېژندنه او د هغو د لغوي او ګرامري جوړښتونو په درک کې مرسته کوي، نو اړتیا ده چې لومړی د پښتو ژبې ګرامري جوړښتونه تحلیل او وشنل شي او بیا له نورو ژبو سره پرتله شي چې دا بهیر د نورو ژبو له ویونکو سره د پښتو ژبې په پېژندنه او زده کړه کې مرستندویه او ګټور تمامېږي.
په پای کې د کنفرانس د ګډونوالو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه وویل شول او وروسته د ارزونې د کمیسیون له خوا کنفرانس د رأیو په یووالي مثبت وارزول شو.
وروستي کنفرانسونه
کنفرانسټسټ کنفرانس
📅 ۲۹ وږی ۱۴۰۵
نن درېنۍ / سه شنبه د ۱۴۰۵ل. کال د وږي/ سنبلې میاشتې په ۱۰مه (۱۸/۳/۱۴۴۸
کنفرانستاریخ وګوری
📅 ۱۸ وږی ۱۴۰۵
تاریخ وګوریتاریخ وګوریتاریخ وګوریتاریخ وګوریتاریخ وګوریتاریخ وګوریتاری
کنفرانسبررسی برنامه های تربیتی مریدان از دیدگاه امام شاه ولی الله دهلوی رحمه الله
📅 ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵
معاون سر محقق محمد نذیر محمدی آمر دیپارتمنت تصوف مرکز عقیده و ثقافت مع
پر کابل د پاکستان د هوایي تېري ارزونه او د افغانستان پر سیمه ییزو تعاملونو یې اغېزې
📅 ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مط
