د بریکس اقتصادي اهمیت او پر افغانستان يې ستراتیژیکې اغېزې
📅 ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵
د افغانستان د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونیت د ټولنیزو علومو مرکز د اقتصاد انسټیټوټ علمي غړي څېړندوی ضياءالحق ځلاند (د بریکس اقتصادي اهمیت او پر افغانستان يې ستراتیژیکې اغېزې) تر سرلیک لاندې د څېړونکو او علماوو په حضور کې علمي څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.
په کنفرانس کې د نړیوال اقتصاد د جوړښتي بدلونونو په رڼا کې د بریکس (BRICS) د راټوکېدونکي اقتصادي بلاک تحلیلي ارزونه وړاندې شوه. او دا وویل شول چې بریکس د څو-قطبي اقتصادي نظام د پیاوړتیا، بدیلو مالي بنسټونو (NDB او CRA) د رامنځته کېدو، او د نړیوالو سوداګریزو تعاملاتو د بیا تنظیم په بهیر کې محوري رول لري.
د افغانستان لپاره، د جیو-اقتصادي موقعیت، طبیعي زیرمو، او سیمهییز اتصال ظرفیتونه د بریکس له بلاک سره د همکارۍ بالقوه فرصتونه رامنځته کوي، په ځانګړې توګه د پانګونې جذب، زیربنايي پراختیا، او اقتصادي تنوع په برخو کې.
د دغو فرصتونو تحقق د امنیتي ثبات، بنسټیزو اصلاحاتو، او مؤثره اقتصادي تګلارو پورې مشروط دی. څېړونکي وویل چې د بریکس سره تعامل باید تدریجي، پالیسۍ-محور، او د داخلي ګټو پر بنسټ مدیریت شي، څو د پایدارې اقتصادي ودې لپاره عملي ګامونه واخیستل شي
په پای کې د کنفرانس د ګډونوالو پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه وویل شول او وروسته د ارزونې د کمیسیون له خوا کنفرانس د رأیو په یووالي مثبت وارزول شو.
وروستي کنفرانسونه
کنفرانسټسټ کنفرانس
📅 ۲۹ وږی ۱۴۰۵
نن درېنۍ / سه شنبه د ۱۴۰۵ل. کال د وږي/ سنبلې میاشتې په ۱۰مه (۱۸/۳/۱۴۴۸
کنفرانستاریخ وګوری
📅 ۱۸ وږی ۱۴۰۵
تاریخ وګوریتاریخ وګوریتاریخ وګوریتاریخ وګوریتاریخ وګوریتاریخ وګوریتاری
کنفرانسبررسی برنامه های تربیتی مریدان از دیدگاه امام شاه ولی الله دهلوی رحمه الله
📅 ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵
معاون سر محقق محمد نذیر محمدی آمر دیپارتمنت تصوف مرکز عقیده و ثقافت مع
پر کابل د پاکستان د هوایي تېري ارزونه او د افغانستان پر سیمه ییزو تعاملونو یې اغېزې
📅 ۱۸ غبرګولی ۱۴۰۵
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مط
