Logo

د افغانستان اسلامي امارت

د افغانستان علومو اکاډمي

په پښتني ټولنه کې د مرغې تاريخي او فرهنګي ارزښت
کنفرانس

په پښتني ټولنه کې د مرغې تاريخي او فرهنګي ارزښت

📅 ۲۰ زمری ۱۴۰۵

د افغانستان علومو اکاډمي د بشري علومو معاونيت په مقام کې د ژبو او ادبياتو مرکز علمي غړي څېړنوال دوکتور عبدالاحد منګل (په پښتني ټولنه کې د مرغې تاريخي او فرهنګي ارزښت) تر سرليک لاندې علمي – څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.

په یاد علمي - څېړنیز کنفرانس کې د مرغې لغوي پېژنده، ايټيمالوژيکي بنسټ، اشتقاقي او معنوي اوړون، تاریخي، سياسي، ټولنيزې او فرهنګي پديدې چې د مرغې سره تړاو لري، څېړل شوي دي، په ادبي برخه کې په مرغې پورې اړوند هغه لنډۍ، کاکړۍ غاړې، سروکي، شېرۍ، عام نظمونه، متلونه او اصطلاحات را ټول شوي، چې په هر ژانر کې د مرغې د يوې سيمې پورې تړلې کيسه يا پېښه ثبت شوې.

د (مرغې، کبلې، چمن او زرغونو ځاينونو او څړځايونو) په وجه چې کومې سيمې ته نسبت شوی، هغه سيمې په بېلابلو ځاينو کې شته چې ځينې يې ډېرې د اهميت وړ دي، لکه: غوره مرغه، مرغې جواس او نور، دا هغه سيمې دي چې په هغه کې پښتانه مېشت او اباد شوي له هغه ځايه نورو سيمو ته خپاره شوي او يا يې د جرګو، مرکو، تفريح، مېلو، خوښيو، د وطن د ازادۍ ګټلو د لښکرو د راټولېدو او نورو مناسبتونو په وجه ستراتيژيک اهميت خپل کړی.

په پښتنو کې تر ټولو مشهوره سيمه (غوړه مرغه) ده، چې په تاريخي آثارو کې یې يادونه شوې، اکثریت پښتانه قبايل يې د لومړي ټاټوبي په وجه پېژني، له کندهاره تر سواته په ټولو پښتنو کې دا مشهوره ده چې پوښتنه ترې وشي چې، اصل له کومه ځايه راغلي يئ؟ ځواب يې داوي: چې له غوړې مرغې راغلي يو، که موږ اوګورو د همدغه روايت استناد په پټه خزانه، تاريخ خانجهاني/ مخزن افغاني، حيات افغاني او نورو تاريخونو کې راغلی دی.

همداشان د احمدشاه بابا وفات، غسل او جنازه پېښه د غوړې مرغې بل اړخ د توبې غره په لمن کې د توبې مرغې په غېږ کې واقع شوې ده. بل دا چې پښتني ټولنې د مرغې په زرغون غولي عنعنات، تاريخ، سياست، لوبې او نور ټولنيز کړه وړه پاللي، چې همدغو پالنو مرغې ته تاريخي او فرهنګي ارزښت ورکړی دی.

د دې علمي – څېړنيز کنفرانس لمن له پايلې وروسته په دوو مهمو وړانديزونو را نښتل شوې:

لومړی: اطلاعات او فرهنګ وزارت ته وړانديز شوی چې د مرغې په نامه سيمې او د کابل حضوري چمن دې د فرهنګي ميراث په توګه ثبت کړي.

دويم: دا چې د (بخت مرغه او مرغې سيمې) په اړه دوه بيل اشتقاقونه او معنوي بدلونونه را منځته شوي، درنو څېړونکو ته وړانديز شوی چې دغه موضوع دې د اقتراح په توګه و څېړي.